ښوونه او روزنه

حامد کرزي : زموږ ددين اوټولنې يو مهم اصل مشرا نو ته په تيره بيا دښوونکو او استادا نو درنا وي دى

کابلباخترد ثوراوله

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي يو ځل بيا په دى ټکى ټينګاروکړچې استاداو ښوونکى ته درناوي د زده کوونکو او محصلا نو ترمنځ متقابل درناوي په باب اړيکى دښوونې او رو زنې چاپيريال ښه کوى

دباختر اژانس دخبر له مخې : د هيواد جمهور رئيس دغه ټکۍ په پنځلس ورځني راډيويي وينا کې چې دپنجشنبې په شپه د افغا نستان د ملى راډيو  له لارې خپره شوه ، څرګند کړ : اود هيواد دلوړو زده کړو محصلانو اود ښوونځيو زده کوونکو ته يې په خطاب کې وويل ،زموږ ددين او ټولنې يو ډيرمهم او منل شوى اصل مشرا نو ته په تيره بيا دښوونکو او استادا نو ته درنا وي دى

 حامدکرزي په دى وينا کې وويل: څرنګه چې دخپلې کورنۍ دمشرانو درناوي کوو، دغه شان داستادا نو او ښوونکو درنا وي اواحترام هم پرموږ لازم دى .

 دغه راز جمهور رئيس څرګنده کړه : څرنګه چې ښوونکى او استاد ته په ټولنه کې د معنوي پلار حيثيت ورکړ شوى له هغوى څخه هم هيله لرو چې زده کوونکى هم دخپلو بچيا نو په شان په مسوليت سره وروزي ويې پالى او په دى لاره کې خپله ملى او مسلکى دنده په ښه ډول ترسره کړي

جمهور رئيس زده کوونکو او محصلا نو ته په خطاب کې څرګنده کړه : ښوونکي او استادا نو ته درنا وي د زده کوونکو اومحصلا نو ترمنځ د متقابل درنا وي په باب ښه اودوستا نه اړيکى ښوونه او روزنه ډيره په زړه پورې کوى او په تعليمي اوتحصيلى چاپيريال کې د مرستې او همکاري روحيه پيا وړي کوى

 جمهوررئيس په دى راډيويي وينا کې له ميندو اوپلرونو څخه وغوښت چې خپلو ماشو ما نو ته دښوونکى حقوق او درناوى ورزده کړي

خپلو بچيا نو ته د ښوونکى درنا وي او ادب ور زده کړي

 حامد کرزي په ټولنه کې د اخلاقى اومعنوي ارزښتو نو په رعايتولو ټينګار و کړ، څرګنده يې کړه : هرڅو مره چې په دغو ارزښتو نو ولاړ اوپابند اوسوو په هما غه ا ندا زه په ټولنيز ژوند کې بريالى يو او په ټولنه کې به دعزت اودرنا وي وړ و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته