خبرونهټولنه

په پکتیکا کې سېلاوونو مالي زیانونه اړولي دي

 کابل، د زمري ۱۱ مه، باختر

د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د سېلاونو راوتلو له امله ګن شمېر کسانو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د پکتیکا ارګون ولسوالۍ اوسېدونکو باختر آژانس ته ویلي، چې له تېر څو اوونیو راپدیخو په بېلابېلو سیمو کې سېلاونه راوتلي چې له امله یې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي د افغانستان اسلامي امارت او خیریه بنسټونو څخه غواړي چې ورسره هر راز مرسته وکړي.

سېلاوونو د ارګون ولسوالۍ سربېره په نورو ولسوالیو کې یې هم ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا