کابل – باختر دمرغومى شپاړلسم
د امريکې متحده ايالاتو دد فاع وزير ښاغلي ليون پنيټا نن د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي امنيت لوی رييس ښاغلي اسدالله خالد د روغتيا پوښتننه په هغه روغتون کې وکړه چې ښاغلۍ خالد په کې تر تداوی لاندې دی.
ښاغلي پنيټا د ښاغلي خالد د روغتيايي حالت په هکله چې په چټکه مخ په ښه کيدو دی خوښي څرګنده کړه.
دواړو خواوو همداراز په افغانستان کې د امنيتي اوضاعو، د افغانستان او متحده ايالاتو تر منځ د دوه اړخيزه امنيتی موافقتنامې او د سولې هڅو په هکله خبرې اترې ترسره کړې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ