امنیت

دنهو تنو بهرنيو اتباعو په ګډون دوه ويشت تنه وسله وال طالبان په يمګان ولسوالۍ کې ووژل شول .

کابل باختر دلړم ديرشمه :
دبدخشان ولايت په يمګان ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دتيرې شپې په ډله ئيز بريد کې دنهو تنو بهرنيو اتباعو په ګډون دوه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول .
دبدخشان ولايت  دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال سخي داد حيدري  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه جګړه تيره شپه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والوطالبانو ديمګان ولسوالۍ په اوش نګان  ساحه کې دپوليسو دځواکونو په پوستې بريد وکړ چې ددواړو لورو  ترمنځ نښته کې دوه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول .
دحيدري دڅرګندونوله مخې ددغې پيښې په وژل شويوکسانوکې دتاجکستان ، ازبکستان ، پاکستان او دچيچين  دهيوادونو نهه تنه اتباع شامل دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغې نښتې په بهير کې اتو تنو امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته