امنیت

دهرات يو پانګه وال دتښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو

هرات  باخترد جوزا دمياشتي٨ نيټه :

دهرات ښار يو پانګه وال د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزي دپوليسو اودانصار زون دپوليسو دکارکوونکو په ګډو عملياتو کې دتښتوونکو له بند څخه آزاد کړى شو.

 په هرات کې امنيتي مقامات وايي :  دبارز افق  دتجارتي شرکت رييس شيرآقا  چې درې ورځې مخکې دڅلورو تنو ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دګذرې له ولسوالۍ څخه تښتول شوى و نن دانسان تښتوونکو له بند څخه ازاد کړى شو.

ويل کيږي چې دهرات دپوليسو سرتيري دزنده جان ولسوالۍ په  مربوطاتو کې په ګډو عملياتوسره په دې بريالي شول  چې دغه هيوادوال دتښتوونکو له بند څخه آزاد کړي .

داسي خبرونه ترلاسه شوي دي چې انسان تښتوونکو دغه سړى دهرات ولايت  دزنده جان ولسوالۍ  په مربوطاتو کې په يوه غرني سيمه کې ساته .

په همدي حال کې هغه سړى چې تښتول شوى و ادعا کوي  چې تښتوونکو په تيرو دريو ورځو کې دى په وار وار وهلي اوټکولي دي .

ده  له افغان امنيتي ځواکونو څخه چي ويي کولۍ شول دى دانسان تښتوونکو له بند څخه ازاد کړى قدر دانۍ وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته