خبرونهفرهنګټولنه

په پکتیکا کې لومړنۍ جهادي مدرسه افتتاح شوه

کابل، د زمري ۲۶ مه، باختر

د پکتیکا په مرکز شرنه کې جهادي مدرسه افتتاح شوه چې په یادو مراسمو کې د ولایت کڼ شمېر چارواکو ګدون کړی وو.

د پکتیکا مرستیال والي مولوي محب الله حماس باختر آژانس ته وویل، چې دغه مدرسه د اميرالمؤمنین د فرمان په اساس جوړه شوې ده.

د جهادي مدرسې معتمم شیخ محمد ایوب سعید وویل چې دغه مدرسه د ۱۰۰۰ تنو شاګردانو د جذب ظرفیت لري او تر اوسه پورې ۵۰۰ شاګردانو نوم لیکنه کړې ده.

د دغه جهادي مدرسې مالي لګښت د اميرلمؤمنين له طرفه پوهنې ریاست ته ورکول کېږي او هغه به یې د پلان مطابق جهادي مدرسې مسوولېنو ته وسپاري.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا