کابل باختر د وږي نولسمه :
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!
دکابل ښار د ناحيوهغو حاجيانو ته چي شمېرې يې له ٩٥١ څخه تر ١٢٠٠ پورې دى، خبر ورکول کيږي چې سبا د ١٣٩٢کال د وږي د مياشتې په ٢٠ نيټه د چهارشنبې د ورځې د سهارپه شپږوبجو د عيدګاه جامع جومات ته ورشي.
دغه رازهغو حاجيانوچې شمېر يې له ١٢٠١څخه تر ١٤٥٠ پورې دي؛ د شپې په اتو بجو د عيدګاه جامع جومات ته حاضر وي چې واکسين يې تطبيق او د حرمين شريفين په لور په ټاکلو الوتنوکې تنظيم شي.
له محترموحاجيانوڅخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي او خپل بانکي آويزونه له ځان سره ولري او په الوتنوکې د بې نظمي سبب نه شي. له دې پرته به مسووليت په خپله د دوى په غاړه وي.
د شيعه حاجيانو او د کابل ولايت او د هغه د اړونده ولسواليو د حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.
دعيدګاه جومات ته د بدرګه کوونکي په نامه د اشخاصو ننوتل منع دى.
6 1 دقیقه لوستل