اقتصاد

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت : هر څوک چې يو کيلواوبلن ګاز له پنځوسو افغانيو څخه په لوړه بيه وپلوري مجازات کيږي.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مسوولين وايي په پام کې دى  ,چې پنځه زره  ټنه اوبلن ګاز له ترکمنستان څخه وپيرل شي چې دوه زره ټنه يې تر يوې اوونۍ پورې کابل ته  رسيږي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې  :   دسوداګرۍ  او صنايعو وزارت  ويندوى  مسافر قوقندي وويل  د ژمې له رارسيدو مخکې پنځلس زره ټنه اوبلن ګاز پيرودل شوي و چې  زموږ خلک له ستونزو سره مخامخ نه شي.
اوس دولت درې زره ټنه او خصوصي سکتور څلور زره ټنه اوبلن ګاز په خپلو زيرمو
کې لرې  او له ترکمنستان څخه دپيرودل شويو ګاز  د تر رارسيدو پورې هغه  پلورو او خپلو هيواد والو ته  ډاډ ورکوو چې په ټول هيواد  آن   په لرو پرتو   ولايتونو کې زموږ ستراتيژيکي زيرمې له اوبلن ګازو څخه ډکې دي او زموږ خلک به له کومې ستونزې سره مخامخ  نه شي.
ده زياته کړه  هر دوکاندار چې يو کيلو اوبلن ګاز له پنځو سو افغانيو څخه په لوړه بيه  وپلوري له هغه سره په قانوني چلند وشي.
د سوداګرۍ  او صنايعو وزارت ويندوى  په داسې حال کې دګازو د بيې دکمښت او په ستراتيژيکي زيرمو کې د ګازو د  شتون خبره کوې   چې تيره   اوونۍ د  واورې دسخت اورښت  او دسالنګ  دلويې لارې دبنديدو له امله په کابل او ولايتونو کې دګازو بيه ترشپيتو افغانيو پورې   لوړه شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته