روغتیا

دسمنګانو په ولايتي روغتون کې داکسيجن دتوليد دستګاه جوړ شو .

کابل باختر د ثور  دريمه :
داکسيجن  دتوليد يوه دستګاه نن  دسمنګانو په ولايتي روغتون کې  ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
دسمنګانو دولايتي روغتون آمر ډاکتر کرام الدين  وکيل زاده باختراژانس ته وويل چې دغه دستګاه  دعامې روغتيا دوزارت له خوا دولايتي روغتون په انګړ کې  ددولسو مليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده .
ده وويل دغه دستګاه  دسمنګانو دولايتي روغتون په اړتيا سربيره يوسلو پنځوس پوند  نور  اکسيجن  هم توليدوي چې دنورو روغتيايي مرکزونو اړتيا هم به لرې کړي . 
وکيل  زاده زياته کړه چې پخوا دوى دخپل داړتيا وړ اکسيچن  دکابل اوبلخ له ولايتونو څخه برابراوه .      ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته