نړۍ

په عراق کې په يولړ بمى بريدونوکې نږدې نوي تنو ته مرګ ژوبله واوښته

بغداد – باختر دليندۍ اووويشتمه :
د عراق دکرکوک دکردانو د استوګنې په ښارکې ديو لړ بمي بريدونو له امله څه ناڅه دولس تنه ووژل شول او پنځه اويا تنه نور ټپيان شول.
دعراق دپوليسو جګپوړى مامور د فرانسې خبري آژانس ته وويل: په دوه موټر بمونو او اووه نورو بمونو سره، پرون دکرکوک ښار په شمال او جنوب کې په دووسيمو بريد وکړ چې له امله يې څلور ښځې، دوه ماشومان او يو نارينه ووژل شول او پنځه پنځوس تنه نور ټپيان شول.
يوه چاودنه د موټربم زيږنده و چې دکردستان د هيواد پالو ګوند سيمه ييز سفرته څيرمه کردي مخکښانو امنيتي ځواکونو د جذبولو په بهيرکې وچاوديد.
په يولړ نوروچاودنوکې چې د دغه ولايت په نورو سيموکې وشوې؛ څوتنوته مرګ ژوبله واوښته.
سره له دې چې د٢٠٠٦ او ٢٠٠٧ کلونو په پرتله په عراق کې تاوتريخوالې شوي دي؛ خو هره ورځ په دغه هيوادکې چاودنې او ډزې کيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته