امنیت

په کندز کې دهوايي بريد له امله دڅلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دثور  لومړي :
په کندز ولايت کې دبې پيلوټه الوتکې دبريد له امله څلور تنه ياغي طالبان ووژل شول .
دکندز ولايت امنيتي مامورينو دڅرګندونوله مخې، يوې بې پيلوټه الوتکې تيرماښام ددغه ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه قوماندان په ګډون په يوې څلور کسيزې ډلې طالبانو بريد وکړ او وځپل .
دپامير دشلمې فرقې دمطبوعاتو غړي عبدالخليل دباختراژانس خبريال ته وويل په دغو کسانو چې ديوه سراچه ډوله موټر په سپرلۍ  دکندز ولايت له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته دسفر نيت درلود دبې پيلوټه الوتکې له خوا بريد وشو او ووژل شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په وژل شويو کسانو کې  دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان مولوي محمد ناصر چې په دشت ارچي کې يې په زياترو وروستيو ناامنيو کې لاس درلود هم شامل دى .
داپه داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم ددشت  ارچي ولسوالۍ په ملا قلي ساحه کې دبې پيلوټه الوتکې دبريد له امله شل تنه ياغي طالبان  وژل شوي وو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته