سیاست

داطلاعات روز ورځپاڼه ناسم او پارونکي رپوټونه خپروي

کابل باختر د سلواغې پنځلسمه
د اطلاعات روز ورځپاڼه چې نږدې دا څلور کاله کېږي په کابل کې خپریږي  په خپل  ۷۷۰ ګڼه  کې یو مطلب خپور کړی چې له تیروتنو ډک دی او په پوره توګه د تعصب رنګ ترې څرګندیږي .دغه مطلب چې  په فارسی ژبه د ( نگاهی به تشکیلات ومقرری های اداره ی امور ریاست جمهوری )  لیکل شوی اوپه کې ویل شوي چې جمهور رییس دچارو داداری په تشکیلاتو کې قومی عمل کړی او پرته له یو څو کسانو یی نور ټول دخپل ټبر څخه ټاکلی دی .
دغې ورځپاڼې نه یواځې د چارودادارې په تشکیل بلکې دولسشمرپه نورو کړنو هم نیوکه کړې او ویلی دي چې خپلو مخکینیو ژمنو خلاف عمل یې کړی.
دغې ورځپاڼې چې په انترنت هم خپریږي دیادشوي مطلب لاندې یولست خپور کړی چې په کې د۲۸ تنو دچارو دادارې د چارواکو نومونه اخستل شوي دي. مهمه خبر داده چې په دغه لست کې په عمدي توګه د اشخاصو قومیت ناسم ښودل شوی دی او د اووکسانو قومیت په داسې حال کې چې دوی په تاجک قوم پورې اړه لري پښتون ښودل شوی دی، نوموړی مطلب چې دښاغلی محمد یاسین صمیم په قلم لیکل شوی له ورایه څرګندوي چې معلومات یې کره نه دي او لیکوال او دورځپانې خپرونکي او مسؤل مدیر په قصدي توګه په هیواد کې دقومی تعصب دپارونې او دهیواد دملی یووالي او ارزښتونو پرضد ګام پورته کړی دی.
زه نه غواړم چې په خپله دغه لیکنه کې دولسمشر یا دچارو دادارې پلوي وکړم او دهغو ی په استازیتوب څه ولیکم ، او نه هم داوایم چې زموږ لیکوالان او په تیره بیا رسنۍ دې په دولت او چارواکو  نیوکه نه کوي، په اصل کې خو دبیان دآزادی اصل او دمطبوعاتو ځواک دی چې په یو هیواد کې دناخوالو دله مېنځه تلو لپاره زیار باسي او ګټور ګڼل کیږي  چې په دولت هرډول سمه نیوکه چې په حقایقو استواره وي سم او اصلاح کوونکی وي درسنیو دځواک او کاري دنده ده ، خو که چیرې دا ځواک بیا دیوشمېر خاصو حلقو په خدمت کې کېږي او په تیره بیا دیوه هیوادملي یووالی ته په زیان تمامیږي نو ښه دادی چې دغه ډول خپرونې ودرول شي او نه یواځې دولت بلکه ټول درسنیو دکورنۍ غړي دې په وړاندې دريځ ونیسي ، ځکه دا دټولو رسنیو دبدنامېدو لامل ګرځي.
هغه متل دی چې وایی : (( پک مې لیدلی ؤ نه ګرېوان څیرلی )) داطلاعاتو ورځپاڼې ته ښه راجع کیږي انتقاد می لیدلی وو نو نه په بشپړه توګه  دروغ او په  غلطو معلوماتو.
په زړه پورې خو لاداده چې خپله همدغه ورځپاڼه چې ښاغلی ذکي دریایی یې هم دامتیاز خاوند اوهم مسؤل چلوونکی دی په داسې حال کې چې په افغانستان کې خپرونې کوي په خپله همدغه ګڼه کې دپښتوژبې چې زموږ دهیواد له رسمي ژبو څخه ده هیڅ مطلب نه لري او څوګڼې یې چې ما دانترنټ په مټ مطالعه کړې هم دپښتو کوم مطلب یې نه درلود، هغه دفارسی متل پربنا چې وایي (کورخود بینایی مردم )یې په ځان تطبیق کړی دی  .کیدای شي چې په یوه ژبه خپرونې کومه ځانګړې ستونزه نه وي خو دغې ورځپاڼې ته چې دژبو او قومونو دحق وینا کوي په اړه یی ناسم او غلط معلومات خپروي نیوکه کیدای شي راجع شي .آیا په افغانستان کې پښتوژبي مخاطبین دغه ورځپاڼه نه لري ؟ آیا دوی هم دملي یووالی لپاره چې مدعیان یې دی نشوای کولای پښتو مطلبونه اودری په مساویانه توګه خپاره کړي او آیا نه یې شوای کولای په خپلو کارکوونکو کې داسې کسان وګوماري چې په پښتو ژبه ولیکي؟
په لومړي سرکې مې نه غوښتل په دې اړه څه ولیکم او هغه دچاخبره (خاموشي مې ددوی لپاره ښه ځواب ګاڼه ) اودا دژبې او قوم مسألې چې دافغانستان په اوسنیو خاصو شرایطو کې پرې بحث کول دومره ګټور هم نه ښکاري په دې لیکنو سره نورې هم راپورته شي ، خو دامې ښه وګڼله چې باید دغو ټکو ته خلک متوجه شي او پرینږدي چې زموږ دملي یووالی دښمنان چې په ښکاره دنورو په ژرنده کې اوبه تویوي او یا هم په ناآګاهانه توګه دیوڅه مادي ګټې لپاره زموږ ملي ګټو ته زیان رسوي نور دخلکو په سترګو کې خاورې وشیندې او دقوم او ژبې په نامه نه یواځې خپل قوم ته خیانت کوي چې ددوی په سردخپلو ګټو سوداګری هم کوي ، په داسې حال کې چې دوی په لومړي سرکې دخپل اړونده قوم دښمنان دي چې باید دکړونو مخه یې دخپل قام له لوري  ونیول شي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او نورې اړوندې څانګي بایدپه جدي توګه دې مسألې ته پاملرنه وکړي او هغه رسنۍ چې له قوانینو سرغړونه کوي او دورځپاڼه لیکنې او خبریالی له پاک مسلک نه ناوړه او دشخصی اغراضولپاره ګټه اخلي تشخیص او امتیاز یې دي بند کړي.
دغه راز دغه ډول رسنۍ لکه داطلاعات روز ورځپاڼه باید په پوره توګه وڅارل شي ، معلومه شي چې دوی خپله پانګه له کومه ځایه ترلاسه کوي ؟، آیا دامتیاز خاوند او مسؤل مدیر یی هغه لازمه تجربه او کاري وړتیا چې دیوې ورځپاڼې چلوونکی او مسؤل مدیر ته په کارده لري یې او که نه؟ داسمه نه ده هرچا چې قلم را اوچت کړ او هرڅه يې چې لیکل او له هرلوري چې حمایه کیدل پرته له دې چې اصول او دهیواد ملي ګټې په پا م  کې ونیول شي دکاراجازه دې ورکړشي او بیا هرڅه چې کوي کوي دې. نه یواځې دغه ورځپانه که هره رسنۍ دغه ډول عمل سرته رسوي باید چې دخپرونو مخه یی ونیول شي .
زموږ هیله دملي یووالي دحکومت له چارواکو څخه هم داده، هغه کسان چې دقوم او ژبې نه په استفادې سره دافغانستان په خلکو کې نفاق خپروي او حساسیتونه راپاروي او دنورو اهداف دقوم او ژبې په نامه عنوانوي ترپوښتنې لاندې ونیسي او قانوني څانګې باید مسأله جدي تعقیب او عاملینو ته دې داسې سزا ورکړل شي چې بیا نور ې نشریې په هیواد کې زموږدملي یووالی په وړاندې ناوړه تبلیغات ترسره نه کړي.
که چیرې په دولتي اداراتو کې ټاکنې کېږي باید د وړتیا اصل په پام کې ونیول شي نه نورې برخې داهم مهمه ده چې دملي یووالي داصل په پام کې نیولو سره ددولتي ادارې کسان په همدې ترکیب وټاکل شي او په دې اړوند هیڅ ډول تبعیض په پام کې ونه نیول شي خو موږ ډاډه یو چې زمو ږ په ټولو قومونو کې وړکسان ددولتي پوستونو لپاره شته او که چېرې په یوه او بله اداره کې دیو قوم یا بل قوم کسان زیات وي په دې شرط چې وړتیا ته یی پام شوی وي نو بیا هیڅ بل اعتراض دمنلو نه دی ، ځکه موږ ټول افغانان یو او هرافغان موږ ته دمنلودی او هیڅ اعتراض یې بایدپه وړاندې ونه لرو، دافغانستان ټول قومونه سره ورونه دي او کله هم په دې نه راضي کیږي چې دولتی څوکۍ دې پرته له دې چې ددوی وړتیا په پام کې ونیول شي دقومیت په اساس وټاکل شي بلکه څه ډول چي جمهور رییس ویلي هیڅ افغان له بل افغان نه کم نه دی نو یواځې ملاک باید وړتیا وي او بس. اسلامی اصل هم دادی چې انسانان قوم قوم او ټبر ټبر دپیژندګلوی لپاره پیدا شوي او بهتره هغه څوک دی چې تقوی ولري، یعنی اسلام هم یواځې تقوی او وړتیا ته پام کوي او قوم او ژبه یواځې دپيژندګلوي لامل ګڼي او هیڅ ډول توپیر دغه یا هغه قوم ته قایل نه دی.
د(اطلاعات روز) ورځپاڼه چې دغه  غلطی یې تر سره کړې  باید چې اړوندې څانګې یې ترپوښتنې لاندې ونیسي او دداډول پارونکو ناسمو تبلیغاتو مخه د ې ورته ونیسي، او هم دې هغه کسان چې په دغه رپوټ کې پړه دي وروسته له رسمي پلټنې ، حقیقت موندنې او پوښتنې داصولو مطابق دې  سزا ورکړشي ، څوچې په راتلونکي کې زموږ دملي یووالي دمخالفینودتبلیغاتو  او مطبوعاتي سرغړونکومخه ونیول شي اودرسنیو دکار بهیر مو په بشپړه توګه سم لوري ته ولاړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته