ټولنه

د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام

 کابل / د زمري۲٩مه / باختر
د افغانستان د عالمانو د سراسری شوری د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد يو تکړه عالم ډاکټر عبدالباقي امين نن سهار د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند سيمه کې، د اسلام او وطن د دښمنانو له خوا د هغه پر موټر د مقناطيسي ماين د چاودنې په ترسره کولو سره، هغه په شهادت ورساوه.
انا لله و انا اليه راجعون
د عالمانو سراسری شوری دغه حمله په کلکه غندي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه شهيد ته د فردوس جنت او کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته يې د جميل صبر هيله کوي او له اړوندو دولتي ارګانونو څخه غواړي چې د ديني عالمانو د امنيت او مصؤنيت په اړه جدی تدابير ونيسی او د دې پېښې عاملين په ګوته او د قانون منګلو ته يې وسپاری.
پاى/ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته