کابل/ باختر/ دکب دمياشتې ٢٣مه
تمه ده نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني په جاکارتا کې د اندونیزیا له بهرنیو چار وزیرې رېنتو مارسودي سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي آزادي راډیو ته وویل: د امریکا متحده ایالاتو هم له اندونیزیا سره د دې لپاره خبرې کړې وې چې د افغان سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
اندونیزیا په خپله هم وړاندیز کړی چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ به د مخامخ خبرو کوربه شي. که څه هم طالبانو تر اوسه د افغانستان حکومت سره د سولې له مخامخ خبروڅخه انکار کړی دی، خو یوشمېرافغان چارواکي هیله من دي چې دا خبرې به په جاکارتا کې وشي.
پاى ذکرالله
2 1 دقیقه لوستل