قاهره/ بي بي سي / د کب ٦ مه / باختر
د مصر پخوانی جمهوررييس حسني مبارک د ۹۱ کالو په عمر نن قاهره کې په روغتون کې وفات شو.
مبارک په ۲۰۱۱ کال کې د مصري پوځ له خوا له واکه وپرځول شو.
ترهغه وړاندې دی د درې لسیزو لپاره د مصر جمهوررييس پاتې شوی و.
نوموړی په روغتون کې د جراحي له عملیاتو وروسته وفات شوى دی.
هغه په ورستیو کې په یو پوځي روغتون کې بستري شوی و.
د هغه مړینه نن سهار د مصر دولتي ټلویزیون تایید کړه.
له هغې وړاندې د (الوطن) ویب پاڼې خبر ورکړی و چې نوموړی په روغتون کې وفات شوی دی.
پاى ذ