خبرونهټولنه

په پکتیکا کې ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د کورونو جوړولو چارې پيل شوې

 کابل، د زمري ۲۹مه، باختر

دوې میاشتې وړاندې د پکتیکا ولایت په برمل او ګیان او د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې د شوې زلزلې له کبله زرګونه تنه مړه او ټپیان شوي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې نن د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د زرو  هغو کورنیو لپاره د کورونو جوړولو چارې پیل شوې چې کورونه یې په بشپړ ډول له منځه وړل شوي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې معین مولوي شرف الدین مسلم د باختر آژانس سیمه ییز خبریال محمد اکرم شهاب ته ویلي چې د زلزلې په لومړیو کې یې د یادو سیمو له اوسېدونکو سره ژمنې کړې وې، چې دغه ویجاړ شوي کورونه به بېرته له سره ورته جوړه وي او د دوی نورو اړتیاوو ته به وخت پر وخت رسېدنه کوي، چې په دې برخه کې تر ډېره بریالي شوي او د زلزله ځپلو کورنیو لومړنیو اړینو غوښتنو ته د رسېدو تر څنګ یې نن د کورونو د بیا جوړولو چارې هم پیل کړې.

هغه زیاته کړه چې، په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له کبله ویجاړ شوي ټول کورونه به د همکارو موسسو په ملاتړ بېرته جوړوي، خو اوس یې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د زرو هغو کورونو د جوړولو چارې پیل کړې، چې په بشپړ ډول ویجاړ شوي او وګړيو یې تر اوسه په دې باراني موسم کې بې خونو ژوند کاوه.

د معین د څرګندونو له مخې، د دغو کورونو د جوړولو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې د شپږو میلیونو ډالرو په لګښت بشپړې شي.

په ورته مهال بیا د برمل اوسېدونکي د اسلامي امارت له چارواکو خوښ دي او زیاتوي چې د کورونو په بیا جوړېدو سره به یې ګڼې ستونزې اوارې شي.

دوی غوښتنه وکړه چې کورونه دې ورته په پاخه او اساسي ډول جوړ شي چې په راتلوونکي کې له ورته پېښو سره مخ نه شي.

د برمل اوسېدونکي د دې تر څنګ له اسلامي امارت او نړېوالو همکارو مؤسسو څخه غوښتنه کوي، چې د دوی ولسوالۍ ته غځېدلې لویه لاره پخه کړي او د پوهنې، روغتیا، مخابراتي شبکو او انټرنیټ په برخو کې هم  ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا