کابل/د سلواغې ۲۵مه /باختر
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نن په دغه ولایت کې بې وزلو او یتیمو ځوانانو اوتنکیو ځوانانو ته د وړیا زده کړې یو مرکز جوړکړ.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ډاکټر هلال بلخي د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه مرکزد زرو زده کوونکو ظرفیت لري چې بې وزلي او یتیمان به په کې په وړیا ډول زده کړې وکړي.
د هغه په خبره دغه روزنیز مرکز د بې وزلوکسانو د روزنې په خاطر چې په خصوصي مرکزونو کې د زده کړې لپاره پیسې نه لري، جوړشوی دی.
د بلخې د څرګندونو له مخې؛ په دغه روزنیز مرکز کې انګلیسي، پشتو، دري ،ازبکي، ریاضي، کمپیوتر، اسلامي تعلیماتو او د کانکور چمتووالي لپاره مجرب ښوونکي په دندو ګومارل شوي دي.
په همدې حال کې د جوزجان د پوهنې رییس محمد طاهر جواد وویل چې په اوسنیو شرایطو کې چې خلک له اقتصادی ستونزوسره مخ دي د وړیا زده کړو مرکزونو جوړول یو اغیزمن ګام دی.
د یادونې وړ ده چې دغه روزنیزمرکز یو سمبال کتابتون هم لري چې زده کوونکي کولای شی له دغو کتابونو استفاده وکړي
ج-ا