ټولنه

په فارياب کې د اووه کيلومتره سړک د قير کولو کار پيل شو

کابل باختردزمري دمياشتې ٣ نيټه :                  
په فارياب  ولايت کې د يوه سړک د قيرکولو کار پيل شو.
دغه سړک په معياري ډول د اوو کيلومترو په اوږدوالي د اندخوى له ولسوالۍ څخه تر قرغان ولسوالۍ پورې بيا قيريزي کيږي.
د قرغان ولسوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: د اندخوى _ قرغان دغه سړک  د آسيايي انکشافي بانک په مالي مرسته  د فوايد عامې وزارت له خوا قيرکيږي.
خبرځاى زياته کړه: ددغه سړک دواړه غاړي جوړ او قيرکيږي او پلي لارې يې د موزايک ډبرو د لګولو او د څراغونو او  ترافيکي اشارو په نصبولوسره ښکلي کيږي  .
قرغان د فارياب ولايت يوه لرې پرته ولسوالي ده چې له شپاړلسو کلونو را په دې خوا ښاري ماسترپلان پکې نه دى تطبيق شوى.
ده زياته کړه چې ددغه سړک بشپړيدل دخلکو د امنيت په تامينولو کې مهم دى.
ده په دې ولسوالۍ کې له سيمه ييزو او مرکزي مقاماتو څخه دپوهنې، روغتيا او نورو برخوکې د پروژو د پرمختګ غوښتنه وکړه .
د منځنۍ آسيا هېوادونو په چاروکې د جمهوررئيس سلاکار محمدشاکر کارګر  چې د دغې پروژې د پرانستلو په مراسموکې ګډون درلود، ژمنه وکړه چې په راتلوونکي کال به پرمختيايي پروګرامونه او ماستر پلان په دغې ولسوالۍ کې عملي شي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته