سیاست

دکندهار ولايت دپنجوايۍ ولسوالۍ د درودونکي پيښې په خاطر دملي شورا دمشرانوجرګي اعلاميه

دملي شورا دمشرانو جرګي  ديوه امريکايي جنايتکار  عسکر په لاس  دکندهار ولايت په پنجوايۍ ولسوالۍ کې په مظلومانه ډول د ١٦ تنو  شهيدانول او دنهو تنو ټپيانول په کلکه وغندل او دخپل ژور خپګان مراتب يي  دشهيدانو کورنيو او دافغانستان  پتمن ملت ته وړاندي کړل  او دلوى خداي ( ج ) له دربار څخه يي شهيدانو ته دمغفرت او ټپيانو ته د سملاسي  روغتيا هيله وکړه .

 انالله و انا اليه راجعون

  دافغانستان ددفاع وزارت  دخبرپاڼي له مخي  د ائتلاف دځواکونو يوعسکر  د ١٣٩٠  کال دکب  دمياشتي  په ٢١ نيټي دشپي په دولسو بجو  له خپلي قرارګاه څخه وتلي او څه ناڅه په يو زرو اته سوه متري واټن کې دنجيبانو کلي ته ورغلي او دښځو او نارينه و په ګډون زموږ يو شمير بي دفاع هيوادوال يي شهيدان کړي او بيا دقرارګاه  په پنځه سوه متري واټن کې الکوزي کلي ته تللي او پنځه تنه نور يي شهيدان کړي او پنځه تنه نور يي ټپيان کړي چي ټولي يي زموږ بي دفاع شپاړس  تنه شهيدان کړي او پنځه تنه نور يي ټپيان کړي دي .

  دملي شورا دمشرانوجرګي  رييس ، اداري هئيت او غړي يي دانسان وژني دغه جتون اوليونتوب په سختو الفاظو   محکوم او غندي  او په دي باور دي چې دملکي اوبي ګناه وګړو  وژل په هره بڼه او لاره او دهرچا له خواچي وي يو ډير ناوړه او دنړيوالو معيارونو او اصولو پرخلاف دي اوکيداي شي  دغه ډول مسئلي او دقرانکريم  دسوځولو په شان نور عملونه  دناتو دځواکونوټولي مرستي او همکاري  دعامه افکارو په ذهن کې بي ارزښته کړي او دافغانستان دخلکو اوملي شوراسخت غبرګون راوپاروي ، دائتلاف او ناتو ځواکونودمشرانو دنده ده چې خپل عسکر وروزي اوخاص عسکري  نظم او دسپلين  يې راولي چې دافغانستان دخلکو په حقوقي ، عقيدتي اوکلتوري حريم له تيرې څخه  دډۀ وکړي .

  مشرانوجرګه دافغانستان داسلامي دولت له مشرتابه څخه غواړي چې دامريکا متحده ايالات او ناتو دپنجوايۍ ولسوالۍ دخلکو قاتلين  په عيني توګه محاکمه کړي او له دغه شان جنايتونو څخه دډي کولو ته يې اړ باسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته