خبرونهامنیت

په پکتیکا کې ۴ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور ونیول شول

کابل، د سلواغې ۲۰مه، باختر

د پکتیکا امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په وازیخوا ولسوالۍ کې ۴ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قومندانۍ باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د وازیخوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوي، چې ترې ۱۱ کیلوګرامه خام چرس، یو ټیوټا موټر او ۴ میلیونه، ۷۱۹ زره او ۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې هم ترلاسه شوې دي.

د یو بل خبر له مخې؛ د فراه ولایت د مرکز اړوند په شورآباد سیمه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو ۲ تنه د نشه یي توکو د پلور په تور نیولي، چې ترې ۵۸۵ ټابلېټ کا ګولۍ ترلاسه شوې دي.

ص

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا