ټولنه

په هرات کې د احتمالي سړښت مصيبت ځپلو ته مرستې برابرېږي

کابل/ د ليندۍ ٦مه/باختر
د هرات له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست په ژمي کې د مرستې رسولو او د طبيعي پېښو د رامنځته کېدو د کمښت لپاره د لازمو تياريو خبر ورکړ.
د هرات له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس محمد مسعود شنيزي پرون په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست د طبيعي پېښو له زيانمنو شويو کسانو سره د زيانونو د کمښت په موخه تل هلې ځلې کړې دي چې زيانموونکې سيمې په دقيق ډول وڅاري او د همکارو ادارو او موسسو په همکارۍ د طبيعي پېښو له امله د خطرونو د کمښت او مخنيوي لپاره فعاليتونه ترسره کړي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته