امنیت

په لغمان کې چاودنې ۹ تنه ټپیان کړل

 کابل / د زمري ۹ مه / باختر
په لغمان کې تېر ماښام د ماین په چاودنه کې یو ملکي وګړی ووژل شو او ۹ تنه نور یې ټپیان شول.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي وویل چې چاودنه د مهترلام ښاروالۍ هوټل ته څېرمه په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې په یو موټرسایکل کې رامنځه شوه.
هغه وویل چې په چاودنه کې یو ملکي وګړی ووژل شو او د دوو ماشومانو په ګډون ۹ تنه نور یې ټپیان شول.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته