روغتیا

په تخار کې د درملو لس نمايندګۍ اوپلورنځي د جواز د نه لرلوله امله وتړل شول

کابل /د ليندې ٨مه/باختر
د درملو ١٠ عمده پلورنځي او نمايندګي د جواز د نه لرلوله امله د تخار په مرکز تالقانو ښارکې نن وتړل شول.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په تخار ولايت کې د روغتونونو او درملتونونو د فعاليتونو جواز د موظف کمېسيون د څيړنې په دوام د درملو ١٠ عمده پلورنځي او نمايندګى د فعاليت د جواز د نه لرلو له امله د دغه ولايت په مرکزکې وتړل شول.
د تخار دعامې روغتيا رياست مسوولين وايي هغه روغتونونه او د درملو پلورنځي چې د قانوني فعاليت د جوازد نه لرلو له امله د واکمن کمېسيون له خوا تړل شوي دي دخپل قانوني سندونود پړاونو تر بشپړولو پورې نه شي کولاى فعاليت وکړي.
په همدې حال کې د تخار دعامې روغتيا رياست مسوولين تينګارکوي چې د موظف کمېسيون له خوا د روغتونونو اود درملو د پلورنځيو د فعاليت جواز د څيړنې بهيربه د ولسواليو په ګدون په ټول تخار کې تطبئق شي اوهيڅوک نه شي کولاى په خپل سر دروغتيا په برخه کې فعاليت وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته