کابلباختردسنبلي٢٥
دکانو نو وزارت نن دسمنګانو ولايت د روي د وآب د ډبرو سکرو دکان دپيښې دشهيدانو له کورنيو اوټپيانو سره نغدي مرسته وکړه.
په دې مرسته کې چې دوه مليونه او اته سوه زره افغا نۍ نغدي پيسې پکې وي د
هر شهيد کورنۍ ته سل زره افغانۍ او هرټپي ته شل زره افغانۍ ورکړاى شوې
دسمنګانو دوالي ويندوى محمدصديق عزيزي باخترآژانس ته وويل : دسمنګانو ولايت والي اومشرتابه هييت نن دپيښې ځاى ته ورغلل اوددغې پيښې دشهيدانو له کورنيو اوټپيانو سره يې غمشريکي وکړه .
عزيزي زياته کړه دکانونو وزارت دغه راز دشهيدانو دختم او خيرات د مراسمو
دپرځاى کولو په خاطر هم دشپيتو زرو افغانيو مرسته وکړه .
دسمنګانو والي ددغې پيښې دشلوتنو شهيدانو دجنازې دښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ اود جمهور رييس حامدکرزي د ډاډ ګيرنې اوخواخوږۍ مراتب يې هم دهغوي کورنيو ته څرګند کړل .
عزيزي زيا ته کړه ددغې پيښې د٢٣ تنو قربانيانو له جملې څخه دشلو تنومړي
را ايستل شوي دي خو د دريو تنو نورو مړي ترکنډوالو لا ندې پا تې دي اود هغوي
د را ايستلو لپاره د ژغورنې د ټيم له خوا هلې ځلې دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل