اقتصاد

تاجکستان دسوداګرۍ دنړيوال سازمان غړيتوب ترلاسه کړ

دوشنبه تاجکستان   باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
دسوداګرۍ نړ يوال سازمان په دغه سازمان کې دتاجکستان غړيتوب تصويب کړ او دکب دولسمه نيټه يې په دغه سازمان کې ددغه هيواد درسمي شموليت دنيټې په توګه ونوموله .
باختراژانس دتاجکستان دخبري اژانس له خولې خبرورکړ،  دتاجکستان په شامليدوسره ددغه سازمان دغړو شمير يوسلو نهه پنځوسو هيوادونو ته ورسيد.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې، تاجکستان ، دمرکزي اسيا دويم هيواد دى چې دسوداګرۍ په نړيوال سازمان کې منل کيږي  ، قرغزستان په  ١٩٩٨ کال کې ددغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړى دى.
دسويس د بهرنيو چارو وزارت  او ددغه هيواد دسو داګرۍ په نړيوال مرکز  دسويس داقتصادي چارو ادارې په دغه سازمان کې دتاجکستان درسمي يوځاى کيدو له امله مبارکي وويله  اوله الحاق وروسته يې له دغه  هيوادسره دملاتړ ددوام  ژمنه  کړې ده.
تاجکستان دخپل تجارتي  بنسټ دټينګښت په لاره کې هلې ځلې کوي چې دګمرکي اتحاديې غړيتوب هم ترلاسه کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته