بيروت – فرانسپرس – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
د لبنان د طرابلس په شمالې ښار کې د پنځه ورځنيو نښتو له امله نهه تنه وژل
شوي دي .
باختر آژانس دفرانسپرس دخبري آژانس له خولې خبر راکړ :
په لبنان کې فرقه يې نښتې دسوريې له کورنۍ جګړې سره پيوند لري .
دلبنان دحکومت يو مامور دفرانسپرس خبري آژانس ته ويلى دي چې دچهارشنبې په ورځ د اردو ديو سرتيري او ديو ملکي وګړي په وژل کيدو سره په طرابلس کې دوژل شويو شمير نهو تنو ته ورسيد او ٦٥ تنه نور ټپيان شوي دي .
نوې نښتې يوه ورځ وروسته له هغه پيل شوې چې د لبنان اردو خپل ځواکونه په هغه واټ کې چې دسوريې په نامه ياديږي ځاى پرځاى کړل .
دغه اقدام د باب التبعين سنى ميشته سيمه له جبل محسن څخه جلا کوي.
1 1 دقیقه لوستل