امنیت

افغان ځواکونو په قندهار کې د ۴۵ ترهګریزو بریدونو مخنیوی وکړ

 قندهار / د تلې ۷ مه / باختر
د قندهار د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د ۴۵ ترهګریزو بریدونو مخنیوی کړی دی.
د قندهار والي حیات الله حیات پرون ناوخته په یوې مطبوعاتي غونډه کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو اته څلویښت ساعتو کې د دښمن د ٤٥ تروریستي بریدونو مخنيوی کړی دی.
حیات وايي چې وسله والو مخالفانو د انتخاباتو د ورځې په بهير کې هڅه کوله چې د ټاکنو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د بریدونو مخنیوی یې وکړي.
په همدې حال کې د قندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر ایمل عبدالله وايي: په ټوله کې په دې ولايت کې انتخابات ښه ترسره شول او د خلکو ګډون له تمې خلاف پراخ شمېر کې وو.
هغه یو شمېر تخنیکي ستونزې ومنلې ، خو زیاته يې کړه ، چې پر وخت حل شوې دي او د قندهار په ټاکنو کې هیڅ ډول لاسوهنه او فساد نه دی شوی.
امنیه قوماندان او د ملي امنیت رييس وايي چې په قندهار کې د امنیتي ځواکونو ښه چمتووالی وو ، چې د دغه ولایت په کچه یې د دښمن پراخ پلانونه شنډ او له ماتې سره مخ کړي.
په قندهار کې د رای ورکونې ۱۷۴ مرکزونه وو چې سهار اووه بجې پکې رای ورکول پیل او د مازیګر تر پنځو بجو یې دوام وکړ.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته