امنیت

په چاريکارو کې د برين راديو د خبر مدير ټپي شو

  چاريکار باختردمرغومي  ٢٨ نيټه :
د برين راډيو د خبر مدير پرون  په  چاريکارو ښارکې د ناپيژاندو  وسله والو کسانو له خوا ټپي  شو.
د برين   راډيو مسوول  نويد ( قادري )   باخترآژانس ته  وويل ؛ د برين  راديو             
د خبر مدير ګل الرحن (وطنمل ) د ناپيژاندو  وسله والو کسانو له خوا د  پروان
پوهنتون  ليليې ته څيرمه  د چړې  په ګوزارونو سره ټپي کړاى شو.
دغه راز د پروان ولايت  د آزادو  ژورناليستانو ټولنې د قضيې د روښانولو په
مقصد له امنيتي مسوولينوسره خبرې وکړې او هغوى ژمنه وکــړه  چې  پيښه           
به په جدي  توګه وڅيړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته