امنیت

يو ايرانى ځانمرګى بريدکوونکى ونيول شو

 زرنج/ باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
پوليسو پرون د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې يو ايرانى ځانمرګى بريدکوونکى وواژه او يو تن بل يې ونيوه .
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغو دوو تنو  ايراني ځانمرګو بريدکوونکو غوښتل د خاشرود ولسوالۍ په خيرآباد سيمه کې د پوليسو په پوستې بريد وکړي  چې يو يې د پوليسو له خوا ووژل شو او دويم يې د پوليسو له خوا ونيول شو.
ده وويل: د دغو ډار اچوونکو دوه کلاشينکوفونه د پوليسو لاسته ورغلي دي او نيول شوى بريدګر ځان او وژل شوى بريدکوونکى ايراني معرفي کړ او ويې ويل چې د خاشرود ولسوالۍ د خيرآباد په امنيتي پوستې د بريد په خاطر راغلي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته