امنیت

طالبانو په هرات کې دوه مخابرا تي انتنو نه وسوځول

مـــــــــــــــه

په هرات ولايت کې وسله والو طالبانو دمخا براتي شرکتونو دوه انتنو نه وسوځول

دغه پيښه دپښتون زرغون ولسوالۍ په مر بوطاتو کې چيرته چې وسله والو طالبانو دشپي له خوا دګرځنده تيلفونونو استفاده منع کړي دي رامنځته شوه

دا په داسي حال کې ده چې په مخابرا تي کارکې ګډوډي اودشپي له خوا دګرځنده تيلفونونو څخه د خلکو دنه استفادى په باب د وسله والو طالبانو ګواښ ددغى ولسوالۍ په ځينو سيمو کې خلکو ته زيا تى ستو نزې رامنځته کړي دي

دهرات دپشتون زرغون ولسوالۍ يو مسوول خبرځاى باختراژانس ته وويل چې سوځول شوي انتنو نه دروشن او اتصالاتو په مخابرا تي شرکتو نو پوري مربوط دي

ده وويل چې وسله والو طالبانو په مستقيم ډول په دغى ولسوالۍ واکمنې نه لري خوکله کله له خپلو پټنځايو نو څخه په عامه تاسيسا تو او افغان او نا تو ځوا کونو بريد کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته