نړۍ

الهام علي اف بيا د آذربايجان جمهور رييس شو.

باکو – بي بي سي – باختر دتلې دمياشتې ١٨
د آذربايجان خلک پرون درايو صندقونوته  لاړل او ددغه هيواد نوى جمهور رييس يې انتخاب کړ.
له دغې رايې ورکولو څخه وروسته نظر سنجونې ښيې چې الهام علي اف  ديوې بلې دورې  لپاره ددغه هيواد دجمهور رييس په توګه وټاکل شو.
دعلي اف اصلي سيال جميل حسنلي چې يو شپيته کلن او تاريخ پوه دى دمجلس پنځه تنه استازې او د دولت دوه تنه مخالفين هم په کانديدانو کې شامل و.
الهام علي اف  د ٢٠٠٣ کال داګست په مياشت کې دخپل پلار حيدر علي اف له خوا ددغه هيواد دصدراعظم په توګه منسوب شو دهماغه کال په اتو اکتوبر مياشت کې حيدر اليوف د ناروغۍ له امله له خپل سمت څخه ګوښه شو او الهام علي اف په انتخاباتو کې بريالى او  د نوې جمهور رييس په توګه وټاکل شو.
علي اف  په ٢٠٠٩ کال کې په واک کې دپاتې کيدو لپاره په اساسي قانون کې په بدلون لاس پورې کړ او دجمهوري  رياست د دوو دورو محدوديت يې لغو کړ.
آذربايجان داروپا  بازارونو ته  دتيلو او ګازو دتامينولو له مهمو منابعو څخه دى.
دتيلو نړيوالو شرکتونو په دغه هيواد کې په ملياردونو ډالره پانګه اچونه کړې ده او دپخوانۍ شوروي ددغه جمهوريت سياسي ثبات ددغه شرکتونو له امله زيات ارزښت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته