نړۍ

په مالي کې د تروريستي بريدونوله امله څه ناڅه اته تنه ووژل شول

باماکو ايرنا  باختر دچنګاښ دمياشتې  ٨ :
په افريقايي هېواد مالي کې تېره شپه په دوو تروريستي بريدونوکې څه ناڅه  اته تنه ووژل شول.
دفرانسوي ژبو رسنيو دخبرله مخې:
په هغه تروريستي بريدکې چې  دمالي په شمال  او له عاج ساحل سره ددغه هېواد پولې ته څېرمه په سيکاسو سيمه کې وشو؛ څلور تنه ووژل شول.
دغه راز له موريتانيا سره د مالي  پولې ته څېرمه  په نارا سيمه کې په يوې پوځي قطعې د بريدله امله د مالي داردو څلور تنه پوځيان ووژل شول.
دغه بريدونه په تروريستي ډلو پورې اړوند بلل شوي دي.
دغه دواړه بريدونه په داسې شرايطوکې کيږي چې تيره اوونۍ په مالي کې دحکومت او د افراطي ډلو ترمنځ د دښمنۍ د بندولو په  مقصد يو موافقه ليک لاسليک شوچې دهغه له مخې بايد د مالي په شمال کې د افراطي ډلو فعاليت بند کړاى شي.
د دغه موافقه ليک له مخې: د مالي شمالي سيمو ته چې د افراطي ډلو په وا ک کې دي؛ يوډول کورواکي ورکړاى شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته