امنیت

د افغانستان د ختيځ په ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو دوام

کابل باخترد کب اتمه :
دافغانستان په ختيځ کې د کونړ ولايت په ځينوسيموبيا دپاکستاني پوځيانو له خوا راکټي بريدونه شوي دي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د تيرې شپې په بهيرکې څه ناڅه پنځلس توغندي دکونړ او نورستان د ولايتونو په سرحدي سيمو لګيدلي دي؛ خو ويل کيږي له امله يې د سر زيان نه دى اوښتى.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه توغندي د استوګنې په څو سيمو او نا استوګنو سيمو لګيدلي دي خو د سر زيان يې نه دى اړولى .
په تيرو لسو ورځوکې د افغانستان په ختيځ د کونړ او نورستان د ولايتونو په  مربوطاتوکې د پاکستاني پوځيانو له خوا ډيرسخت راکټي بريدونه شوي دي.
په دغو بريدونوکې څه ناڅه درې تنه ملکي وګړي شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
څه ناڅه څلورکاله کيږي چې د افغانستان په ختيځ په ځينوسيمو د پاکستاني پوځيانو له خوا د راکټي بريدونه کيږي.
دترلاسه شويو شمېرنو له مخې: ددغو بريدونوله پيل څخه تراوسه پورې څه ناڅه لس زره توغندي، دکونړ او نورستان د ولايتونو په ځينوسيمولګيدلي دي چې له امله يې څه ناڅه ديرش تنه ملکي وګړي شهيدان او په لسګونو تنه نورټپيان شوي دي .
دغه راکټي بريدونه دغه راز دځينوکورونو اوکرنيزو ځمکو دويجاړيدو اودسلګونو څارويو دله منځه تللو سبب شوي دي.
دغه راکټي بريدونه د پارلمان ، دولت اوخلکو له خوا له غبرګونونو سره مامخ شوي دي. که څه هم  په دې اړوند تراوسه پورې جدي اقدام نه دى شوى.
دافغانستان دکورنيو چارو وزارت تيره اوونۍ د دغو بريدونو له سختوالى وروسته هغه وغندل.
يوله دغو غبرګونونو څخه د افغانستان په ختيځ کې دافغان سرحدي اوسيدونکو مظاهرې او انتقادونه دي.
زموږ  دغو هيوادوالو په وار وار پاکستان ته خبردارى ورکړى دى: که چيرې زموږ په کورونوخپل يو اړخيز راکټي بريدونه بند نه کړي؛ په ورته اقدام به لاس پورې کړي.
تراوسه پورې پاکستاني مقاماتو ددغو راکټي بريدونو د انکيزې په باره کې دقيق نظر نه دى څرګند کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته