ټولنه

د ترکمنستان له مرو ولايت سره د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره د هرات هڅې

کابل/ باختر/ د زمري ٨ مه
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د دولتي مقاماتو او خصوصي سکټور د يوه پلاوي په مشرۍ، د مرو ولايت له سيمه ييزو مسوولينو سره د کتنې او خبرې اترې په موخه ترکمنستان هېواد ته سفر وکړ.
د هرات والي او د هغه ملګري پلاوى چې د مرو د سيمه ييزو مسوولينو او مقاماتو له خوا هرکلى شوى دى، د دواړوهېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو پر پياوړتيا او پراختيا ټينګار کړى دى.
د مرو او هرات د مسوولينو لومړنۍ ګډه غونډه پرون مازيګر په ماري ښارکې جوړه شوه.
په غونډه کې دواړو لورو د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا، د پانګونې د فرصتونو پر برابرولو او راکړې ورکړې ټينګار وکړ.
ختم-عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته