ټولنه

په ننګرهارکې ښځو ته ځانګړى پارک جوړېږي

کابل/ د سلواغې۲مه/ باختر
په ننګرهار کې ښځو ته د ځانګړي پارک د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دغه پارک په ٨ جريبه ځمکه کې په درونټې ساحه کې د کابل – جلال آباد لويې لارې  په تګلوري کې جوړېږي.
د هبيتات نړيوال بنسټ د ښځو د دغه پارک د جوړولو لپاره ١٠ ميليونه افغانۍ لګوي.  د ننګرهار دوالي مرستيالې حبيبې کاکړ باختر آژانس ته وويل: په دغه پارک کې به شنه ساحه او د ښځو لپاره نورې اسانتياوې رامنځته شي.
په دغه پارک کې به څو رستورانتونه هم جوړ شي.
د ننګرهار سيمه ييز مسوولين وايي چې دغه پارک به ډېر ژر د ښځو د تفريح لپاره  په يوه سيمه بدله شي.
ټاکل شوې ده دغه پارک په اتو مياشتوکې جوړ شي.
ختم- سعيده – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته