ټولنه

په پروان کې دترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ټپيان شول.

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٠ :
په پروان ولايت کې  په يوه ترافيکي پيښه کې  شپږ تنه ټپيان شول.
دپروان ولايت امنيه قوماندان محمد زمان مموزي دباخترآژانس خبريال ته وويل
دغه پيښه نن سهار ددغه ولايت دسالنګ ولسوالۍ په يوه اړونده سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه کرولا موټر  له يوه ټيلري موټرسره ټکر وکړ چې له امله يې  شپږ تنه ټپيان شول.
دپروان دملکي روغتون مسوول  ډاکتر اسحق نسيمي وويل چې دپيښې ټپيان دپروان  ملکي روغتون ته ليږدول شوي  چې درې تنه يې ښځې او درې تنه  نور  يې نارينه دي.
ده ددغې پيښودټپيانو حالت خراب وباله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته