امنیت

د داعش راډيو يو ځل بيا په ننګرهار کې په خپرونو پيل کړى دى .

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
په داسې حال کې چې په ننګرهار ولايت کې د داعش راډيو دخپرونو دپراختيا دخلکو او سياستوالو د انديښنې سبب شوى دى دملي دفاع  وزارت دوياند مرستيال ددغه راډيود دستګاه په له منځه وړلو ټينګار کوي.
دباختر آژانس دخبر له مخې : دننګرهار ولايت سيمه ييزو خبرځايونو او په ولسي جرګه کې دخلکو يو شمير استازو دخلافت غږ راډيو دخپرونو دساحې دپراختيا له امله چې په داعش پورې تړلې ده انديښنه څرګنده کړې ده .
ددغه راډيو فعاليت درې مياشتې مخکې په پښتو ژبه پيل شوه او دپوښښ ساحه يې محدوده وه خو اوس دغه راډيو خپلې خپرونې په پښتو ، درى او عربى ژبو پيل کړى دى.
ددغه راډيو خپرونې لمسوونکى او افغانى ضد دى .
سيمه ييز مسولين وايي چې ددغه راډيو خپرونې وخت هم زيات شوى دى او دپوښښ ساحه يې هم پراخه شوې ده، سيمه ييزو مقاماتو څه موده مخکې ددغه راډيو دخپرونو دبندولو خبره کړې وه خو اوس دخلاف راډيو غږ بيا لوړ شوى دى.
په ولسي جرګه کې دخلکو استازى او ددغې جرګې دمخابراتو او مواصلاتو دکميسيون غړى قيس حسن وايي له مسولينو سره په اړيکه کې دى چې ددغه راډيو خپرونې بيا بندى شي.
ددغه راډيو دخپرونو بيا پيل يوه جدي انديښنه بلله شوې ده ، دافغانستان د ازادورسنيو دملاتړ اداره يانى يوځل بيا دخلافت غږ راډيو دخپرونو دبندولو  غوښتنه کړې ده .
او دغه راډيو يې غير قانوني بللې ده او هغه يې دافغانستان دقانون او ملي واکمنۍ څرګنده سرغړونه بللې ده .
او دهغه دبدوپايلو خبردارى يې ورکړى دى .
دننګرهار ولايت يو امنيتي خبرځاى ويلي دي چې په زيات ګومان سره دغه راډيو په ګرځنده ډول فعاليت لرى او زياتره د ډيورنډ کرښې په صفرى سيمه کې وى .
دملي دفاع وزارت دوياند مرستيال محمد رادمنش هم وايي چې دخلاف غږ راډيو د ډيورنډ له صفرى سيمې څخه خپرونې کوي خو په پاى کې به امنيتي ځواکونه دغه راډيو پيدا او له منځه يوسى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته