ټولنه

ځوانانو ته د کار د زمينې برابرول مو له لومړيتوبونو څخه دي

ښرنه باختر د غويي د مياشتې ۲۵ مه
ځوانانو ته د کاري زمینو برابرول د ولایتي ادارې له لومړیتوبونو  څخه دي.
دغه څرګندونې دپکتيکا والي محمد الياس وحدت د پوهنې ریاست اړوند د یو شمېر خالي بستونو د ازموینې د اخیستو پر مهال وکړې.
وحدت زیاته کړه، ولایتي اداره تل هڅه کوي چې ځوانانو ته په ادارو کې د کار کولو لازم فرصتونه برابر کړي او په دې توګه د ځوانانو د وزګارتيا کچه راټيټه کړي.
په دې ازموینه کې يو سلو نوي تنو ځوانانو برخه اخیستي وه چې تر پايلو وروسته به شپاړلس غوره کسان بریالي اعلام شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته