(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

په چین کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د چینایي برېښنايي ټرالي بسونو د کمپنۍ له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل

کابل، د غوایي ٢١مه، باختر
چین کې د اسلامي امارت د لوی سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د (CRRC Zhuzhou Locomotive Co., Ltd) چینايي برېښنايي ټرالي بسونو کمپنۍ له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.
په چین کې اسلامي امارت سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې لیدنې پرمهال کابل کې د برېښنایي ټرالي بسونو په بيا فعالولو کې د همکارۍ لپاره له یادې کمپنۍ سره لومړنۍ خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې راغلي، دې لیدنه کې سید محی الدین سادات وویل، چې په افغانستان کې د تېرو دریو لسیزو د جنګونو له امله د کابل برېښنايي بسونو زېربنا له منځه تللې او اوس د اسلامي امارت له بیا راتګ سره هېواد کې سوله او ثبات راغلی او اسلامي امارت هڅه کوي څو په کابل کې د هېوادوالو د آسانه، با کیفیته او ارزانه تګ – راتګ لپاره د برېښنايي بسونو فعالیت بیا پیل کړي.
د سرچینې په وینا، د یادې کمپنۍ چارواکو په دې برخه کې د سفارت له سرپرست سره خپله تجربه شریکه او زیاته یې کړه، چې ګڼ هېوادونه د دوی د رېلونو، ټریمونو او ټرالي بسونو څخه استفاده کوي.
د سرچينې په خبره، په دې برخه کې د ګډ کار لپاره د یادې کمپنۍ لوړ پوړو غړو خپل وړاندیزونه د سفارت له سرپرست سره شریک کړل.
په پای کې سفارت سرپرست ډاډ ورکړ، چې د راتلونکو تصميمونو لپاره به د دوی وړاندیزونه د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره شریک کړي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا