نړۍ

دوه تنه مجرمين نن په پاکستان کې اعدام شول

اسلام – آباد- دى دان – باختر د ورى دمياشتې ١٩
دوه تنه نن د پاکستان په دوو جيلونوکې اعدام شول.
دغه دوه تنه د وژنې په اړوند په مرګ محکوم شوي وو.
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
د امير حمزه په نامه يو له دغو دوو تنو مجرمينو څخه د بلوچستان ايالت په مچ جيل کې په دار وځړول شو. دى د تروريزم ضد محکمې له خوا په ٢٠٠٤ م کال کې ګرم پيژندل شوى و.
ده يو تن د يوې کوچنۍ موضوع پرسر په ١٩٩٠م کال کې وژلى و.
دا په تيرو اوو کلونوکې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې لومړى اعدام دى.
دغه راز د سکندر په نامه يو تن بل د پاکستان د پنجاب ايالت د بهاوالپور ښار په مرکزي جيل کې اعدام شو.
ده په ٢٠٠٢ م کال کې خپل يو همکار وژلى و.
پاکستان د تېرکال د کب د مياشتې په نولسمه نيټه د دغه هيواد په ټولو ايالتونو کې د اعدام ممنوعيت لغوه کړه.
لومړني اعدامونه د تېرکال د ليندي په مياشت کې په پيښور ښارکې د پوځيانو تر ادارې لاندې په يوه ښوونځي د مليشه طالبانو له بريد وروسته چې له امله يې د ماشومانو په ګډون ١٥٠ تنه ووژل شول؛ عملي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته