ټولنه

په ژړۍ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۵ تنه مړه شوي

قندهار باختر د وږي ۱۷ مه
د قندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې د یوه مازدا او  ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د ټکر له  امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې  ده.
د قندهار د والي سرپرست ویاند عزیز احمد عزیزي د باختر اژانس سیمه یېز  خبریال ته وویل چې،پېښه نن سهار شپږ بجې د قندهارـ هرات پر لویه لار د ژړۍ ولسوالۍ په  حوض مدد سیمه  کې رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي چې په دغه پېښه کې د دریو ښځو او دریو ماشومانو په ګډون پنځلس تنه وژل شوي او د دریو ښځو او دریو ماشومانو په ګډون پنځه ویشت تنه نور ټپيان شوي دي.
مسوولین  وايي چې د  پېښې ټپيان او مړي روغتون ته لېږدول شوي خو د یو شمېر ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د دغې پېښې لامل د سړکونو خرابوالی،د موټر چلوونکو زیات ګړندیتوب او بې احتیاطي په  ګوته شوې ده.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته