سیاست

جمهوررييس محمداشرف غني ملي امنيت ته دنده وسپاره

کابل باختر د لړم اته ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني دهېوادوالو د امنیت د تامینو او له سازمان شویو جرمونو او انسان تښتونې څخه د خوندیتوب په موخه د ملي امنیت عمومي ریاست ته دستور ورکړ، چې د دغه شان جرمونو د مخنیوي په خاطر عاجل او موثر اقدامات ترسره کړي.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني ټینګار وکړ، چې د مجرمینو تشخیص او د قانون پنجو ته د هغوی سپارل د کشفي ارګانونو له کاري لومړیتوبونو څخه دي.
جمهور رئیس غني د ملي امنیت عمومي ریاست څخه وغوښتل، د هغو ستونزو او ننګونو په هکله چې د اختطافونو د پر وخت مخنیوي  پر وړاندې خنډ دي یو مفصل راپور برابر او جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
جمهور رئیس یو ځل بیا ټولو اړوندو امنیتي ارګانونو ته دنده ورکړه، چې په ټول هېواد کې د انسان تښتونې او سازمان شویو جرمونو د مخنیوي لپاره له خپل ټول توان او امکاناتو څخه ګټه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته