سیاست

ادريس زمان په وياناکې د افغانسان، امريکا او پاکستان په درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ

کابل/باختر/ دکب دمياشتې ٢٩مه
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان له نشه يي توکو سره د مبارزې د کميسيون د ٦٢ کلنۍ غونډې ترڅنګ له نشه يي توکوسره د مبارزې په باب د افغانستان، پاکستان او امريکا ترمنځ په درې اړخيزه غونډه کې چې د ملګرو ملتو سازمان په مقرکې جوړه شوه، ګډون وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې ادريس زمان له تروريزم سره د نشه يي توکو د کرکيلې او توليد د مستقيم پيوند يادونه وکړه او نشه يي توکي يې د تروريزم مهمه مالي منبع وبلله .
دبهرنيو وچارو وزارت سياسي معين افغانستان ته د نشه يي توکو د جوړونکو موادو  واردولو، د سيمه ييزو قاچاق وړونکو پراخ فعاليتونه او د نشه يي توکو دنړيوالو بازارونو شتون، له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره کې نورپراته چلنجونه وبلل.
سياسي معين له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره کې دوه اړخيزې، درې اړخيزې او سيمه ييزې همکارۍ مهمې وبللې او له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره کې يې د زتاتو همکاريو غوښتنه وکړه.
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته