نړۍ

دسوريې په الرقه ښارکې ديو هليکوپتر راغورځيدل

دمشق ايرنا   باخترد تلې دمياشتې  ١  :
دسوريې  په  الرقه ښارکې  دداعش دډلې  په سنګرونو دبهرنيو الوتکو له هوايي بريدونو سره جوخت  يو بې پيلوټه هليکوپتر نن سهار راوغورځيد.
دراي اليوم  خبري سايټ  دعيني شاهدانوله  خولې اعلام وکړ چې دغه هليکوپتر په ټيټه ارتفاع کې دالرقه ښار دپاسه دالوتنې په حال کې و اوله څه مودې وروسته يې  له يوه مخابراتي برج سره ټکر وکړ او راوغورځيد.
دسوريې فعالانو  ددغه هليکوپتر دټوټو  تصويرونه خپاره کړي دي.
لاتراوسه پورې مشخصه نه ده چې   دغه هليکوپتر دسوريې په اردو اويا  دداعش له ډلې سره  دمبارزې لپاره  دبهرنيو هېوادونو په ايتلاف پورې اړه لري  او هېڅ  خپلواکې سرچينې ددغه هليکوپتر دمالکيت ادعا نه ده کړې .
له تيرې شپې  را په دې خوا دامريکا  هوايي پوځ  دعربستان  ، اردن ، عربي متحده اماراتو او دبحرين په ګډون  دسيمې دځينو عربي هيوادونو دهوايي پوځ په مشارکت  دسوريې په ختيځ اوشمال کې دالرقه ، ديرالزور او حلب په ولايتونو کې  دداعش دسنګرونو پرخلاف په بريدونو لاس پورې کړى دى .
له بلې خوا عيني شاهدانو ويلي دي  چې دداعش دډلې  په سنګرونو دبريد لپاره
دامريکا او دځينو هېوادونو دتصميم دخبر له خپريدو وروسته دغې ډلې  خپل زياتره سنګرونه تش کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته