
کابل، د مرغومې ۳مه، باختر
د کابل امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ۶مې امنیتي حوزې منسوبینو یوه ۸ کسیزه ډله د غلاوو په تور نیولې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په نیول شوې ډله کې۷ تنه یې نارینه او یوه ښځه ده، چې د کابل ښار په بېلابیلو سیمو کې د موټرو په غلا او نورو جنایتونو تورن دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې له نیول شوې ډلې څخه دوه میله تومانچې او ځینې نور د غلا توکي هم نیول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د لغمان امنیتي ځواکونو پرون یو تن د ۲۰ کیلو ګرامه پوډرو د قاچاق په تور نیولی دی.
لغمان ولایت کې د امنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي چې د شهرا قوماندانۍ مسؤلينو د زنګور چک پواينټ په ساحه کې یو تن د ۲۰ شل کيلو پوډرو سره چې په ماهرانه ډول یې په یوه لوکسل موټر کې ځای پر ځای کړي وو ونيوه.
یوسفزی وایي ياد کس قدرت الله نومېږي، د هلمند ولایت اوسېدونکی دی، چې په خپل جرم یې اعتراف کړی دی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم د لغمان د امنیې قومندانۍ ۲ تنه د ۲۴ کیلو پوډرو د قاچاق په تور نیولي وو.
افغانمل