امنیت

اته تنه ډار اچوونکي په ميدان وردګو کې ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې لسمه :
اته تنه  ډار اچوونکي پرون په ميدان وردګو ولايت کې ووژل شول .
د ٢٠٣  تندر قول اردو وياند ډګروال فضل خدا ابراهيم  خيل باختراژانس ته وويل  چې دغه وسله وال طالبان دميدان وردګو ولايت دچک ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ووژل شول
  ابراهيم خيل زياته کړه چې په دغو عملياتو کې لس تنه نور وسله وال طالبان  ټپيان ،ددښمن پنځه موټرسايکلونه او لس ښخ کړى شوي ماينونه له منځه وړل شوي دي
ديو بل خبر له مخې، دوسله  والو  طالبانو دډلې دوه تنه سرګروپان دغزني داندړو  ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ٢٠٣ تندر قول اردو دمنسوبانو په عملياتو کې  ټپيان شول او دوسله والو طالبانو څو ښخ کړى شوي ماينونه دغزني  دګيلان او اندړو په ولسواليو کې کشف او شنډ کړى شول .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته