
کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر
د استخباراتو لوی ریاست په کابل او ننګرهار کې د انسان تښتونې په تور د ۶ تنو د نیول کېدو او په ننګرهار کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د یو ملي سوداګر د ژغورلو خبر ورکړی دی.
له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې (د استخباراتو لوی ریاست ځواکونو له لوري د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې د حاجي واجد بابري په نوم یو تن ملي سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو او درې تنه انسان تښتوونکي هم ونیول شول).
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې (د دغه ریاست ځواکونو د پلازمېنې کابل ښار ۴مې حوزې په مربوطاتو کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتوونکو هغه مهمه ۳ کسیزه ډله نیولې چې د حاجي محمد احسان په نوم یو تن هېوادوال یې تښتولی وو او د خوشې کېدو په بدل کې یې د نوموړي له کورنۍ څخه د ۵ سوه زره امریکايي ډالرو غوښتنه کوله).
سرچینې زیاته کړه، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی او اوسمهال تر څېړنو لاندې دي.
ع.ا