سیاست

د اروپا اتحاديې ځانګړى استازى: په افغانستان کې اوربند ناشونى نه دى

کابل/ د تلې ٢٨ مه / باختر
د افغانستان لپاره د اروپا اتحاديې ځانګړى استازى وايي چې په افغانستان کې اوربند ناشونى نه دى.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د افغانستان لپاره د اروپا اتحاديې ځانګړي استازي رولاند لوبيا چې نن يې د اروپا اتحاديي د سفير پيري مايدون سره په کابل کې  په يوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ څرګنده کړه: د اروپا اتحاديه هڅه کوي چې د افغانستان د سولې خبرو اترو بهير بيا پيل شي او دغه خبرې اترې بايد د افغانانو ترمنځ او د افغانانو په مالکيت وي.
هغه وويل: د اروپا اتحاديې وړانديز دا دى چې د خبرو اترو په بهيرکې "اوربند" زيات شي. اوربند د تاوتريخوالي د کمښت سبب کېږي.
هغه زياته کړه چې د خبرو په بهيرکې بايد د افغانستان دولت شامل وي او هغه  رهبري کړي. د سولې خبرې اترې چې د افغانانو په مشري وي؛ نړيواله ټولنه د هغو بشپړ ملاتړ کوي.
هغه وويل: د اروپا اتحاديه د سولې خبرو اترو د ډېر ژر پيليدو غوښتونکې ده.
د اروپا اتحاديې ځانګړي استازي څرګنده کړه: موږ د عدالت غوښتنه کوو چې افغانستان پرمخ ولاړ شي او په شا ونه ګرځي.
هغه وويل: د اروپا اتحاديه دايمي سوله غواړي او د سولې بهير ضمانت کوي او له سولې وروسته، له افغانستان سره د بيا رغاونې، پرمختيا او سوداګرۍ د برخو ملاتړ او مرسته کوي.
د اروپا اتحاديې ځانګړي استازي وويل: دغه اتحاديه د انتخاباتو بهير څاري. د سولې او انتخاباتو بهير يو ځاى پرمخ ځي او انتخابات له سولې څخه جلا نه دي.
د جمهوري رياست کانديدان دې نظم او د اساسي قانون د حکمونو درناوى وکړي او د انتخاباتو پايلې ومني. هرڅوک چې جمهوررييس شو؛ د خبرو ميزته په ښه تګلوري کې حرکت وکړي.
هغه زياته کړه: موږ له سياسي او مالي پلوه د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون ملاتړ کړى دى او بايد نتيجه ورکړي.
په همدې حال کې په کابل کې د اروپا اتحاديې سفير پيري مايدون وويل: د جمهوري رياست انتخاباتو د لومړنيو پايلو په اعلام کې ځنډ موږ او کتونکو ته د تعجب وړ دى. بايومتريک پايلو ته زيات اعتبار ورکوي.
هغه وويل: د ځنډ غوښتنه مشروع ده او بايد دوام ونه مومي او هغه څه چې مهم دي؛  کمېسيون بايد انډول وساتي.
هغه د سپټمبر مياشتې انتخابات افغانانو ته د دموکراسۍ برياليتوب وباله.
ختم -ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته