
کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د کابل او پکیتکا ولایتونو امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایتونو کې یې د نشه توکو د قاچاق په تور ۴ تنه نیولي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې مدیریت منسوبینو د ۱۲ مې حوزې اړوند پلچرخي سیمه کې ۲ تنه چې غوښتل یې نشه یي توکي په یو کرولا ډوله موټر کې له ننګرهار څخه کابل ته انتقال کړي نیولي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ له دغو کسانو څخه ۱۱ کیلو هیروین، ۱ میلیون ۱۲۷ زره کلدارې او ۲۹ زره افغانۍ هم تر لاسه شوې دي.
د یو بل خبر له مخې؛ پکتیکا د امنیه قومندانۍ باختر آژانس ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت په وازیخوا ولسوالۍ کې ۲ تنه د شاوخوا ۲۳ کیلو ګرامه خامو چرسو سره یوځای نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر