امنیت

دجلال آباد په ګڼ ميشته سيمه کې د طالبانو ناکام بم ايښودل.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢
دننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار په ګڼ ميشته سيمه کې د طالبانو بم ايښودل ناکام شو.
امنيتي منسوبين وايي دوسله والو طالبآنو له خوا په يو موټر سايکل کې ايښودل شوى بم په مخابراتو چوک کې له چاودنې مخکې کشف او شنډ کړى شو.
دننګرهار ولايت يو امنيتي مسول دباختر خبرى آژانس ته وويل وسله والو طالبانو غوښتل په دغه ګڼ ميشته سيمه کې دبم په ايښودلو سره خونړۍ پيښه رامنځته کړي چې بريالۍ نه شول.
ددغه امنيتي مسوول دڅرګندونو له مخې، وسله وال طالبان دترورستي بريدونو او دملکي وګړو دوژلو په زياتوالى سره غواړي دانتخاباتو په درشل کې دخلکو ترمنځ زياته ويره رامنځته کړي .
طالبان د هيواد په ګڼ ميشتو سيمو کې زياتره دماينونو او بمونو په ايښودلو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته